افغانستان کښې درې چاودنو مرګ ژوبله رامنځته کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94940-افغانستان_کښې_درې_چاودنو_مرګ_ژوبله_رامنځته_کړه
د افغانستان په کابل ښار او پروان او بادغيس ولايتونو کښې د دريو چاودنو له امله اوۀ تنه مړۀ او څلور ژوبل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2020 10:26 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې درې چاودنو مرګ ژوبله رامنځته کړه

د افغانستان په کابل ښار او پروان او بادغيس ولايتونو کښې د دريو چاودنو له امله اوۀ تنه مړۀ او څلور ژوبل شول.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د کابل د پوليسو قوماندان وويل: نن سحر د کابل ښار د دولسمې امنيتي حوزې په يوه سيمه کښې په يو فوځي موټر کښې د اېښودل شوي مقناطيسي بم د چاودېدو له امله د يو فوځي او يو غېر فوځي کس ژوبل شول.

همدارنګ د پروان د پوليسو قوماندان وويل، د سړک غاړې يو مائن د چاودنې له امله چې نن سحر د دغه ولايت پ عبدی بای سيمه کښې رامنځته شوه د پروان لوې لارې د پوليسو قوماندان له نورو څلورو پوليسو سره ووژل شو.

عبدالواسع سيد خيلي زياته کړه دغه مائن د پوليسو د دغه قوماندان د موټر د تېرېدو په لاره کښې اېښودل شوے ؤ.

همدارنګ د بادغيس ولايت پوليسو هم نن اعلان وکړ چې د دغه ولايت په قادس ولسوالۍ کښې د سړک غاړې مائن د چاودېدو له امله دوه عامه وګړي ووژل شول او دوه نور هم ژوبل شول.

تر اوسه چا کس يا ډلې د دغو چاودنو ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې او افغان حکومت د دا ډول حملو ذمه وار طالب ډله بولي او په دې باوري دے چې دغه ډله غواړي د دغه هېواد د ناامنه او ناقرار کولو سره له افغان حکومت څخه امتياز واخلي او په اقتدار کښې له زياته ونډه ولري.

طالب ډله په افغان حکومت کښې له اويا فيصده زياتې ونډې غوښتونکې ده چې حکومت ورسره مخالفت کړےدے.