افغان ځواکونو قندهار کښې ۱۹ طالبان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94947-افغان_ځواکونو_قندهار_کښې_۱۹_طالبان_ووژل
د قندهار چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کښې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په مهال په دغه ولایت کې ۲۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اروسوله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2020 14:10 Asia/Kabul
  • افغان ځواکونو قندهار کښې ۱۹ طالبان ووژل

د قندهار چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کښې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په مهال په دغه ولایت کې ۲۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اروسوله.

د قندهار نظامي شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، دغه عملیات د دې ولایت په ډنډ، پنجوايي، میوند او ژړۍ ولسوالیو کې ترسره شوي دي، چې په نتیجه کې یې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور مرګوني دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په یادو تصفیوي عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۱۳ ماینونه او يو شمېر نور تجهیزات هم له منځه تللي دي.

د خبرپاڼې په حواله، په یادو عملیاتو کې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هیڅ ډول سرتاوانونه نه دي اوښتي او ګډ تصفیوي عملیات په شدت دوام لري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.