د کابل په چاودنه کې ۱۲ کسان مړه او ټپیان 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94959-د_کابل_په_چاودنه_کې_۱۲_کسان_مړه_او_ټپیان
د افغانستان په پلازمینې ښار کابل  کې یو ځل بیا له چاودنې پنځه کسان مړه او اوه کسان ټپیان شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 22, 2020 08:34 Asia/Kabul
  • د کابل په چاودنه کې ۱۲ کسان مړه او ټپیان 

د افغانستان په پلازمینې ښار کابل  کې یو ځل بیا له چاودنې پنځه کسان مړه او اوه کسان ټپیان شوې دي.

د افغانستان د رسنیو په وینا، دا چاودنه نن سهار د کابل د اوومې حوزې په سیمه کې شوې ده چې په مړو کې څلور کسان د پل چرخي د بند ډاکټران و.
دا ډاکټران په داسې وخت کې ووژل شول چې د نښلول شوي ماین له امله چاودنه رامنځته شوه.
د کابل پولیس په دې چاودنه کې د یو کس د مرګ خبر ورکړۍ دی.
دا په تیرو دریو ورځو کې په کابل کې دریمه چاودنه ده چې لږ تر لږه پنځلس کسان پکې وژل شوي او تر پنځوسو ډیر پکې ټپیان شوې دي.
د کابل په ګډون د افغانستان په بیلابیلو برخو کې وروستي خونړیو بمي چاودنو او ترهګریزو پیښو د ویرې لامل شوی او ځینې سرچینې وايي چې د کویټې د طالبانو شورا، چې له پاکستان د افغانستان په سویل ختیځ کې میشته ده، طالبان دا ډول تاوتریخوالي ته هڅه وي.
د کویټې د طالبانو شورا د تروریستي عناصرو له یوې خطرناکې ډلې جوړه شوې ده چې د شیعه ګانو په ګډون د پاکستان او افغانستان د خلکو په وژنه کې مهم رول لوبوي.