کابل کښې بیا چاودنه شوې
Dec 25, 2020 04:08 Asia/Kabul
د افغانستان د پلازمینې کابل ښار په پنځمې امنیتي ناحیې کښې بیګا ماخوستن بیا چاودنه شوې ده.
د کابل د پولیسو د قومندانۍ ویاند وویل چې بیګا خواوشا اووه بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په خوشحال خان سیمه کښې یو بم وچاودیده چې خلک یې سخت وویرول.
فردوس فرامرز بیګا زیاته کړه چې تراوسه د دغې چاودنې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه کوم کره معلومات نه دي ترلاسه شوې.
د کابل په شمول د افغانستان په مختلفو سیمو کښې چې روانو چاودنو او ناامنۍ او د خبریالانو او مدني فعالانو وژنو د افغانستان د خلکو او حکومت قهر راپارولې دی او د خپل هیواد امنیتي او اطلاعاتي ارګانونه په بې کفایتۍ تورنوي.
ټیګونه