هلمند کې د القاعده شبکې څلور غړي وژل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95036-هلمند_کې_د_القاعده_شبکې_څلور_غړي_وژل_شوي_دي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي په هلمند ولايت کې یې د عملياتو پر مهال  د القاعده ډلې څلور غړي او ۱۵ طالبان وژلي دي او ننګرهار کې د داعش مالي مسئول نیول شوی دی
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 27, 2020 05:21 Asia/Kabul
  • هلمند کې د القاعده شبکې څلور غړي وژل شوي دي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي په هلمند ولايت کې یې د عملياتو پر مهال  د القاعده ډلې څلور غړي او ۱۵ طالبان وژلي دي او ننګرهار کې د داعش مالي مسئول نیول شوی دی

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي په هلمند ولايت کې یې د عملياتو پر مهال  د القاعده ډلې څلور غړي او ۱۵ طالبان وژلي دي او ننګرهار کې د داعش مالي مسئول نیول شوی دی

دفاع وزارت پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېره ورځ وسله والو طالبانو غوښتل چې د هلمند ناوې ولسوالۍ اړوند مومن خان سیمه کې ماینونه ښخ کړي.

سرچینې زیاته کړې، دغه وسله وال د هوایي ځواک تر بریدونو لاندې راغلل چې په ترڅ کې يې د برصغیر لپاره د القاعدې شبکې د څلورو غړو په ګډون ١٥ وسله وال طالبان ووژل شول او ٣ نور ټپيان شول.

د یو بل خبر له مخې د افغانستان د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پرون د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې ځانګړي عملیات کړي دي.

د ملي امنیت دویمې قطعې پرون  په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاد عملیات د جلال اباد ښار د دوهمې ناحیې اړوند تالاشۍ څلور لارې کې شوي چې پر مهال یې د داعش ډلې مالي غړی نیول شوی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې له یاد کس څخه یوه تفنچه هم تر لاسه شوې او ځانګړو ځواکونو او ولسي خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.