کابل کښې پرون مازیګر دویمه چاودنه وشوه
امنیتي مسؤلین وایي پرون مازدیګر شاوخوا ۳:۴۵ بجې د کابل ښار د ۷ امنیتي حوزې اړوند ګذرګاه سیمه کې د احصایې ملي ادارې د کارکوونکو پر موټر چاودنې شوې.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، دا پېښه په سیمه کې په یو بایسکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د ښاغلي فرامرز په خبره، لومړني معلومات ښيي چې په دې پېښه کې شپږ تنه ټپیان شوي چې روغتون ته لېږدول شوي.
د نوموړي په وینا یو امنیتي ټیم د پېښې په هکله پلټنې پیل کړي دي.
بلخوا د احصایې ملي ادارې ویاندې رویینا شهابي هم تایید کړې چې ددې ادارې د کارمندانو په موټر چاودنه شوې ده.
مېرمن شهابي د پولیسو له قوله ویلي چې په دې پېښه کې شپږ کسان ټپیان شوي دي.
د پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.
دا په داسې حال کښې دي چې پرون سهار هم د ښار د څلورمې ناحیې اړونده سیمه کې د افغان ځواکونو پر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.