د افغانستان د روغتیا وزیر د استعفا په هکله جنجال جوړ شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95136-د_افغانستان_د_روغتیا_وزیر_د_استعفا_په_هکله_جنجال_جوړ_شوی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ولسمشر دفتر وویل اشرف غني د روغتیا وزیر له استعفا سره موافقت کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 01, 2021 01:25 Asia/Kabul
  • د افغانستان د روغتیا وزیر د استعفا په هکله جنجال جوړ شوی

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ولسمشر دفتر وویل اشرف غني د روغتیا وزیر له استعفا سره موافقت کړی دی .

خو څو دقیقې وروسته د افغانستان د روغتیا وزیر احمد جواد عثماني په ټولنیزو اینټرنیټ پاڼو کښې د پیغام او د تصویري فائل په خپرولو سره وویل ما  د استعفا غوښتنه نه ده کړي .

هغه په دغه تصویري فائل کښې ویلي دي په تیرو دوو(۲)ورځو کښې د افغانستان ولسمشر اشرف غني له ما سره ټیلي فوني خبرې کړي دي او راته یې ویلي دي چې زه استعفا ورکړم ، خو ما ورسره مخالفت کړی او ویلي مو دي زه د خپل کار د دوام لپاره هیڅ مشکل نه لرم  او زه استعفا نه ورکوم خو اوس یو(۱) لیک خپور شوی  اوویلي یې دي چې اشرف غني د روغتیا وزیر له استعفا سره موافقت کړی دی .

دوه(۲) ورځې مخکې د افغانستان قضايي ادارې وویل د روغتیا وزیر ورور ، زوم او یو بل نږدی کس  یې په روغتیا وزارت کښې د رشوت د غوښتلو په تور نیولي دي .

د افغانستان د روغتیا وزیر احمد جواد عثماني له خبریالانو سره په مرکه کښې ویلي دي د ادعا وړ جرم یو(۱) شخصي جرم دی او ما په دې اړه له قضايي ادارو سره ملګرتیا کړي ده او ځان ځواب ورکونکی ګڼم .