په کابل پوهنتون د برید یو پلانونکی په اعدام محکوم شو
Jan 02, 2021 01:43 Asia/Kabul
د کابل پوهنتون د خونړۍ حملې یو پلانونکي ته په علني محکمه کښې د اعدام یا پانسۍ سزا واوروله شوه
د کابل پوهنتون د خونړۍ حملې یو پلانونکي ته په علني محکمه کښې د اعدام یا پانسۍ سزا واوروله شوه
پر کابل پوهنتون د عقرب په دیارلسمه ډله ییز برید وشو چې په لړ کې یې ۲۲ تنه ووژل شول او ۴۰ نور ژوبل شول.
له حملې وروسته د افغانستان حکومت د دغه برید په تړاو ۳ تنه ونیول او ویې ویل چې نیول شوي کسان پر کابل پوهنتون د حملې اصلي طراحان او پلانونکي دي.
د درو تنو له نیول کېدو وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د وژل شویو کسانو له خپلوانو وغوښتل چې د حق العبدي دعوه ثبت کړي.
ولسمشر غني هم ویلي و چې نیول شوي کسان به په علني محکمه کې محاکمه شي.
له دغو دریو څخه په اعدام د محکوم شوي کس نوم عادل دی.
ټیګونه