په کابل پوهنتون د برید یو پلانونکی په اعدام محکوم شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95150-په_کابل_پوهنتون_د_برید_یو_پلانونکی_په_اعدام_محکوم_شو
د کابل پوهنتون د خونړۍ حملې یو پلانونکي ته په علني محکمه کښې د اعدام یا پانسۍ سزا واوروله شوه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 02, 2021 01:43 Asia/Kabul
  • په کابل پوهنتون د برید یو پلانونکی په اعدام محکوم شو

د کابل پوهنتون د خونړۍ حملې یو پلانونکي ته په علني محکمه کښې د اعدام یا پانسۍ سزا واوروله شوه

د کابل پوهنتون د خونړۍ حملې یو پلانونکي ته په علني محکمه کښې د اعدام یا پانسۍ سزا واوروله شوه

پر کابل پوهنتون د عقرب په دیارلسمه ډله ییز برید وشو چې په لړ کې یې ۲۲ تنه ووژل شول او ۴۰ نور ژوبل شول.

له حملې وروسته د افغانستان حکومت د دغه برید په تړاو ۳ تنه ونیول او ویې ویل چې نیول شوي کسان پر کابل پوهنتون د حملې اصلي طراحان او پلانونکي دي.

د درو تنو له نیول کېدو وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د وژل شویو کسانو له خپلوانو وغوښتل چې د حق العبدي دعوه ثبت کړي.

ولسمشر غني هم ویلي و چې نیول شوي کسان به په علني محکمه کې محاکمه شي.

له دغو دریو څخه په اعدام د محکوم شوي کس نوم عادل دی.