د امریکا استازی زلمی خلیل زاد کابل ته رسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95217-د_امریکا_استازی_زلمی_خلیل_زاد_کابل_ته_رسیدلی
اوا خبري اژانس وايي ځینو خبري سرچینو د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا په قول کابل ته د افغانستان په چارو کښې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د رسیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 05, 2021 11:33 Asia/Kabul
  • د امریکا استازی زلمی خلیل زاد کابل ته رسیدلی

اوا خبري اژانس وايي ځینو خبري سرچینو د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا په قول کابل ته د افغانستان په چارو کښې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د رسیدا خبر ورکړ .

د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا ویاند فریدون حوزون وویل ټاکل شوي ده چې د زلمي خلیل زاد په مشرۍ د امریکا د پلاوي غړي  د قطر پلازمینې دوحې ته ولاړ شي .

د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا د دغه مقام فریدون حوزون دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې ټاکل شوي ده د کابل د پلاوي غړي نن له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره قطر ته ولاړ شي او د افغانستان د مرکچي پلاوي غړي اوس قطر ته تللي دي ..

د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله پرون د دغه شورا د رهبرۍ کمیټۍ په دریمې (۳) غونډې کښې ویلي وو د سولې د خبرو اترو د دوهم (۲) پړاو له پیلیدا وروسته به د رهبرۍ کمیټۍ او فني ټیمونه پرله پسې غونډې ولري چې د ضرورت په بڼه کښې مرکچي پلاویو ته رغنده  او ملاتړي مشورې ورکړل شي .