طالبانو څلور افغان امنیتي ځواکونه ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95272-طالبانو_څلور_افغان_امنیتي_ځواکونه_ووژل
د افغانستان د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کښې د پولیسو قومندان سره د دریو نورو امنیتي ځواکونو د طالب ډلې د وسله والو په برید کښې وژل شوی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2021 09:48 Asia/Kabul
  • طالبانو څلور افغان امنیتي ځواکونه ووژل

د افغانستان د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کښې د پولیسو قومندان سره د دریو نورو امنیتي ځواکونو د طالب ډلې د وسله والو په برید کښې وژل شوی دی

د افغانستان د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کښې د پولیسو قومندان سره د دریو نورو امنیتي ځواکونو د طالب ډلې د وسله والو په برید کښې وژل شوی دی

د افغانستان په لویدیځ کښې د هرات د ولایتي شورا غړي محمد سردار بهادري وویل چې تیره شپه طالبانو د غوریانو ولسوالۍ د پولیسو پر قومندانۍ حمله وکړه چې په کښې څلور پولیس مړه او څلور نور امنیتي ځواکونه زخمي شوي دي.

دا په داسې حال کښې دي چې په قطر کښې له طالبانو سره د صلحې په مذاکراتو کښې د افغانستان د حکومت استازو په کراتو په هیواد کښې د جنګ د بندیدو او د اوربند د ټینګیدو غوښتنه کړې ده خو د طالبانو وسله وال لاهم خپلو حملو ته دوام ورکوي.