قندهار کښې ۷۰ طالبان وژل شوي
افغانستان ملي امنیت وایي، چې ځانګړو ځواکونو په قندهار کښې ۷۰ طالب وسله وال وژلي دي.
د ايرنا د رپوټ له مخې د افغانستان ملي امنیت په یوه اعلامیه کښې ویلي، چې دغه عملیات چې د پنجوایي ولسوالۍ په چرخ آب، خندق او خاک تپه سیمو کښې ترسره شوي، ګڼ شمیر طالب وسله وال پکې ژوبل شوي هم دي چې سنګين ولسوالۍ ته د علاج لپاره وړل شوي دي.
په اعلامیه کښې راغلي دي چې په دغو عملیاتو کښې د یادې ولسوالۍ ګڼ شمیر سیمې د وسله والو طالبانو له قبضې آزادې شوې او ګڼ شمېر وسلې او جنګي سازوسامانونه هم د ملي امنیت ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو لا تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په قندهار کښې له څه باندې دوو میاشتو راهسې جګړې شروع شوې دي، چې له امله یې زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي او ګڼ مالي زیانونه ور اوښتي دي.