يولس طالبان په ننګرهارکښې په هوايي بريد کښې ووژل شول
Jan 09, 2021 14:07 Asia/Kabul
په ننګرهار کې په هوايي بريد کښې ١١ وسله وال طالبان ووژل شول. د وسله والو طالبانو د پټېدو په دوو ځايونو تېره شپه هوايي بريدونه وشول.
د ننګرهار يو امنيتي چارواکي وويل په دغو هوايي بريدونو کې د دغې ډلې د يو سيمه ييز قوماندان په ګډون ١١وسله وال طالبان ووژل شول .
هغه وويل: وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو په پوستو د بريدونو په طرحه کولو بوخت وو چې پرې هوايي بريدونه وشول.
په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د وسله والو طالبانو د پټېدو په ځايونو بريدونه زيات شوي دي.
ټیګونه