په ارزګان کې ۵۷ کرنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95374-په_ارزګان_کې_۵۷_کرنیزې_پروژې_ګټې_اخیستنې_ته_وسپارل_شوې
د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لگولو وزارت وایي، په ارزګان ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د ۵۷ بېلابېلو کرنیزو پروژو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Jan 15, 2021 05:55 Asia/Kabul
  • په ارزګان کې ۵۷ کرنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لگولو وزارت وایي، په ارزګان ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د ۵۷ بېلابېلو کرنیزو پروژو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

له یاد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې د ارزګان د کرنې رییس احمدشاه خیري له قوله راغلي چې د روان کال په دوران کې د دې ولایت  د کروندګرو او بڼوالو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو لپاره ۷۲ پروژې پلي شوي دي.

هغه ویلي، چې په یادو پروژو کې د پیازو ۵٠ زېرمتونونه، د کچالو پنځه زېرمتونونه، د مڼو او انارو دوه صفردرجې سړې خونې، جوړول او پر یوشمېر بزګرانود مېوو او سبو ۱۵ لمریز وچوونکي دستګاوې وېشل شامل دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له دې ډلې د ۵۷ پروژو چارې بشپړ او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د هغه په خبره، ددغو پروژو ټول لګښت ۳۲میلیونه او ۷۹۳ زره او ۲۱۶ افغانۍ دی، چې د یوزر او ۵۸ مټریک ټنه کرنیزو محصولاتو د ساتنې وړتیا لري.