کابل کښې پرون دریمه چاودنه هم وشوه
Jan 19, 2021 04:18 Asia/Kabul
-
کابل، فایل فوټو
پرون په کابل ښار کښې په دریمې چاودنې کښې د کلیوالې پراختیا د وزارت د کارکونکو ګاډی په نښه شو
پرون په کابل ښار کښې په دریمې چاودنې کښې د کلیوالې پراختیا د وزارت د کارکونکو ګاډی په نښه شو
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وویل: دغه چاودنه پرون مازیګر د کابل ښار په شپږمې امنیتي حوزې کښې په یو موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي بم له امله رامینځته شوه چې په کښې دوه تنه مړه او زخمي شول.
دا پرون د افغانستان په پلازمینه کښې شوې دریمه چاودنه وه.
وړمه ورځ هم په کابل کښې د مقناطیسي بم د چاودنې له امله دوه ښځینه قاضیانې وژل شوې وې.
ټیګونه