په کابل کښې بله چاودنه وشوه
Jan 27, 2021 13:57 Asia/Kabul
د افغانستان د پلازمینې کابل ښار په مرکز کښې نن دریمه چاودنه رامینځته شوه
د افغانستان د پلازمینې کابل ښار په مرکز کښې نن دریمه چاودنه رامینځته شوه
دغه چاودنه نن له ماسپښین د کابل ښار په مرکز کښې په انصاري څلور لارې کښې شوې ده خو د احتمالي مرګ ژوبلې په هکله یې تراوسه کوم کره معلومات نه دي ترلاسه شوې.
ویل کیږي چې د چاودنې لامل مقناطیسي بم و.
دا په کابل ښار کښې نن دریمه چاودنه ده، په تیرو دوو چاودنو کښې شپږو افغان پولیسو ته مرګ ژوبلې اوښتې وه.
ټیګونه