ننګرهار کښې د منګل باغ وژله تایید شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95826-ننګرهار_کښې_د_منګل_باغ_وژله_تایید_شوه
د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل  د لښکر اسلام ډلې د مشر منګل باغ د وژل کېدو خبر ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 29, 2021 04:05 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښې د منګل باغ وژله تایید شوه

د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل  د لښکر اسلام ډلې د مشر منګل باغ د وژل کېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل  د لښکر اسلام ډلې د مشر منګل باغ د وژل کېدو خبر ورکوي.

ښاغلي امرخېل تیر ماښام مهال پر خپل ټوېتر لیکلي چې منګل باغ د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په باندر درې، څېړۍ کڅونه سیمه کې د خپلو دوو ملګرو سره د ځای پر ځای شوي ماین په چادنه کې وژل شوی دی.

د ننګرهار والي د منګل باغ د وژلې په تاییدولو سره زیاته کړه چې نوموړي په ياده سيمه کې په ګڼ شمېر ترهګريزو فعاليتونو کې لاس درلود.

پاکستاني چارواکو ویلي، د منګل باغ په مشرۍ د لښکر اسلام ډله په خیبر پښتونخوا کې د خونړیدو بریدونو مسئوله ده.

د یادونې وړ ده چې منګل باغ څه موده وړاندې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې سخت ټپي شوی هم و.

د لشکر اسلام په نامه د منګل باغ ډلې تر اوسه د خپل مشر د وژل کېدو په هکله کوم څه نه دي ویلي.