د بامیان د چاودنې دوه نور عاملان ونیوې شول
Jan 29, 2021 04:11 Asia/Kabul
د افغانستان په مرکز کښې د بامیان د دوو خونړیو ترهګرو چاودنو دوه نور عاملین ونیوې شول.
د افغانستان په مرکز کښې د بامیان د دوو خونړیو ترهګرو چاودنو دوه نور عاملین ونیوې شول.
د افغاسنتان د ملي امنیت ادارې پرون وویل چې د عارف حسین په نامه د طالبانو دغه جګ پوړي غړي چې بامیان ښار د لیندۍ د میاشتې څلورمې نیټې په خونړیو چاودنو کښې یې لاس درلود، په دغه ښار کښې د امنیتي ځواکونو په چاپه کښې ونیوې شو.
د افغانستان د ملي امنیت د ادارې په بیانیه کښې راغلي دي چې نیول شوی کس د طالبانو د مقناطیسي ماینونو او چاودونکو توکو د لګولو مسئول دی.
د دغې چاودنې په تړاو چې له امله یې ۱۸ کسان مړه او ۶۰ زخمي شوي وو، تراوسه شپږ کسان نیول شوي دي.
ټیګونه