په ارزګان کې دافغان ځواکونو پر بیس موټربم برید شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96032-په_ارزګان_کې_دافغان_ځواکونو_پر_بیس_موټربم_برید_شوی_دی
د ارزګان سیمه ایز چارواکي په دې ولایت کښې د افغان ځواکونو پر یوه بیس د موټربم برید د  ترسره کیدو خبر ورکوي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Feb 03, 2021 07:55 Asia/Kabul
  • په ارزګان کې دافغان ځواکونو پر بیس موټربم برید شوی دی

د ارزګان سیمه ایز چارواکي په دې ولایت کښې د افغان ځواکونو پر یوه بیس د موټربم برید د  ترسره کیدو خبر ورکوي.

د ارزګان سیمه ایز چارواکي په دې ولایت کښې د افغان ځواکونو پر یوه بیس د موټربم برید د  ترسره کیدو خبر ورکوي.

له سیمې زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې دارزګان ولایت والي عمر شیرزاد وایي چې تیره شپه (۲:۳۰) بجې د دې ولایت د چنارک په سیمه کښې د اردو او پولیسو پر یوه بیز باندې د وسله والو مخالفینو له خوا موټربم حمله ترسره شوه چې له امله یې (۶) تنو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.

ښاغلي عمر شیرزاد بریدګر د افغانستان دښمنان وبلل. د حملې پړه لا چا نه ده منلې او وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه تنه ځان مرګي بریدګر بیا د ننګرهار ولایت په (نازیان) ولسوالۍ کې دچارواکو په وینا موخې ته له رسیدو وړاندې ووژل شول.