قندوز کښې ۱۸ افغان ځواکونه ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96116-قندوز_کښې_۱۸_افغان_ځواکونه_ووژل
افغان چارواکو د قندوز ولايت په خان آباد ولايت کښې د طالب ډلې په حمله کښې اتلسو حکومتي ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 05, 2021 09:54 Asia/Kabul
  • قندوز کښې ۱۸ افغان ځواکونه ووژل

افغان چارواکو د قندوز ولايت په خان آباد ولايت کښې د طالب ډلې په حمله کښې اتلسو حکومتي ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د افغانستان شمال ختیځ ته له قندوز رپوټونه وائي، د دغه ولایت په خان اباد ولسوالۍ کښې بېګا د وسلوالو طالبانو په برید کښې د حکومتي ځواکونو د پوستې د یو قومندان حکیم او د هغه د مرستیال په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي او دوه ژوبل شوي دي او دوه نور هم اسيران شول.

سیمه کې یوه ځواکمن قومندان او د اقتاش اوسني ولسوال محمد عمر رسنيو ته وویل، چې دغه برید کښې د پوستې وژل شوے قومندان حکیم یې وراره او او د هغه مرستیال یې هم زوے دے او پاتې وژل شوي کسان هم ډېر د ده خپلوان دي:

د کندوز د ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي هم رسنيو ته وویل، برید د قومندان حکیم په مشرۍ د حکومت پلوه ځواکونو پر یوه پوسته شوے دے: