په فارياب ولايت کښې يو کلے طالبانو اونيوۀ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96118-په_فارياب_ولايت_کښې_يو_کلے_طالبانو_اونيوۀ
د فارياب د ولايتي شورا مشر د طالبانو په لاسو د دغه ولايت د خواجه پوش ولسوالۍ د غذاري کلي د نيولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 05, 2021 10:06 Asia/Kabul
  • په فارياب ولايت کښې يو کلے طالبانو اونيوۀ

د فارياب د ولايتي شورا مشر د طالبانو په لاسو د دغه ولايت د خواجه پوش ولسوالۍ د غذاري کلي د نيولو خبر ورکړ.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد طاهر رحماني وويل، په دغه حمله کښې اته افغان فوځيان ووژل شول او څلور تنه نور هم ژوبل او اتلس طالب ځواکونو اسيران کړل.