په فاریاب کي ۳۹ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
Feb 10, 2021 03:09 Asia/Kabul
په شمال کي د ۲۰۹ شاهین قول اردو د افغان سرتېرو په بریدونو کي د ۳۹ طالب جنګیالیو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
له دې قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي راغلي، د فاریاب ولایت په المار او قیصار ولسوالیو کي د افغان هوایي ځواکونو په بریدونو کي د قاري محراب، قاري شریف او قاري معاذالله په نومونو د دریو مشهورو طالب قومندانانو په ګډون ۲۱ طالبان ووژل سول او ۱۸ نور ژوبل سول.خبرپاڼه زیاتوي، په ترسره سوو هوایي بریدونو کي د طالبانو څلو رپټنځایونه، سپکي او درنې وسلې او څو موټر هم له منځه وړل سوي دي.همدارنګه د دغه ولایت په غورماچ ولسوالۍ کي هم طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ادعا شوې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
ټیګونه