په ننګرهار کښې هوائي بریدونوکښې طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96526-په_ننګرهار_کښې_هوائي_بریدونوکښې_طالبانو_ته_مرګ_ژوبله_واوښته
د ننګرهار چارواکو په دغه ولايت کښې په هوائي بريدونو کښې د نولسو تنو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2021 08:52 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کښې هوائي بریدونوکښې طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د ننګرهار چارواکو په دغه ولايت کښې په هوائي بريدونو کښې د نولسو تنو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایي دننګرهار ولایت په حصارک او شیرزادو ولسوالیو کې په ترسره شویو څو هوایی بریدونوکې پنځلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه نور  ژوبل شوی دي او د  هغوې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شویدي. دننګرهار د والي ویاند وویل دشیرزادو په ولسوالۍ کښې د امنیتی ځواکونو له لورې د مخالفینو له شتونه د یادې ولسوالۍ د پاکولو په هدف سره پېل شوي عملیات په بریالیتوب سره دوام لري او ډیر زر به ټوله سیمه د امنیتی ځواکونو لاسته ورشي. هغه وویل په دغو هوائي بریدونوکې عامه وګړو ته زیان نه دی رسیدلی. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.