نړیوال بېنک له افغانستان سره ۹۷.۵ میلیون ډالره مرسته کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96610-نړیوال_بېنک_له_افغانستان_سره_۹۷.۵_میلیون_ډالره_مرسته_کوي
له دغه بېنک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلي چې یادې مرستې به په افغانستان کې د وچکالۍ او کورونا وائرسو د ځپل شویو کسانو د حالت په ښه کېدو او د خوړو خوندیتوب په برخو کښې ولګول شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 17, 2021 08:03 Asia/Kabul
  • نړیوال بېنک له افغانستان سره  ۹۷.۵ میلیون ډالره مرسته کوي

له دغه بېنک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلي چې یادې مرستې به په افغانستان کې د وچکالۍ او کورونا وائرسو د ځپل شویو کسانو د حالت په ښه کېدو او د خوړو خوندیتوب په برخو کښې ولګول شي.

د افق نيو د رپوټ له مخې نړیوال بېنک له افغانستان سره د ۹۷.۵ میلیون ډالرو مرسته تصویب کړه

په خبرپاڼه کښې زیاته شوې چې دا پیسې به د زیانمنو کسانو د ژوند په ښه کېدو کې مثبت رول ولري.

سرچینې وويل، دا شمېر پیسې به له افغانستان سره بشري مرستې نورې هم پیاوړې کړي او له قید او شرط بغېر به د پیسو په بدل کې ۲.۲ میلیونه وګړو ته کاري زمینه برابره کړي.

دا مرستې به په ۱۸ هغو ولسوالیو کې پر خلقو ووېشل شي چې کورونا وایرسو او وچکالۍ ځپلي دي.

شوې مرسته د نړیوالې پراختیایي ادارې د ۲۲۲.۵ میلیون ډالرو د مرستې یوه برخه ده.

نړیوال بانک دا هم ویلي چې افغانستان اوسمهال د وچکالۍ او کورونا ویروس له جدي ګواښ سره مخ دی او په خبره یې، اړتیا ده چې د لوږې مخنیوي لپاره جدي هڅې وشي.

په دغو حالاتو کښې پکار دے جنګ،ناارامۍ او د هغو مختلف اړخونه هم ورزيات کړې شي چې په افغانستان باندې د امريکې او د هغې د انډيوالو د ترهه ګرو ځواکونو د يرغل په وجه رامنځته شوي دي.