په هلمند کښې د چاودنې له امله مرګ ژوبله رامنځته شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96776-په_هلمند_کښې_د_چاودنې_له_امله_مرګ_ژوبله_رامنځته_شوه
په هلمند کښې یو شمېر امنیتي سرچینو وویل، نن له غرمې وړاندې ۱۱ بجې او ۳۰ دقیقې د هلمند په مرکز لښکرګاه کښې د موټر سائیکل بم چاودنه وشوه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 21, 2021 14:34 Asia/Kabul
  • په هلمند کښې د چاودنې له امله مرګ ژوبله رامنځته شوه

په هلمند کښې یو شمېر امنیتي سرچینو وویل، نن له غرمې وړاندې ۱۱ بجې او ۳۰ دقیقې د هلمند په مرکز لښکرګاه کښې د موټر سائیکل بم چاودنه وشوه.

د سرچینو په وینا، په دې پېښه کښې يو کس ووژل شو او ۱۵ نور  ژوبل شول چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي.

دغه سرچینه زیاتوي چې ژوبل شوي کسان ټول عامه وګړي دي او د علاج لپاره روغتون ته وړل شوي دي.

تر اوسه چا کس يا ډلې د چاودنې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.