د افغانستان ولسمشر د بودجې له تصویبیدو خوښي وښودله
Feb 23, 2021 04:16 Asia/Kabul
د افغانستان ولسمشر د ۱۴۰۰ مالي کال د بودجۍ د تاییدولو په هکله د ولسي جرګې د استازو له پریکړې مننه وکړه.
د افغانستان ولسمشر د ۱۴۰۰ مالي کال د بودجۍ د تاییدولو په هکله د ولسي جرګې د استازو له پریکړې مننه وکړه.
ارګ ماڼۍ په یوې خبرپاڼې کښې وویل چې ولسمشر اشرف غني د راتلونکي مالي کال د بودجې د تصویبولو په لړ کښې د پارلیمان د غړو د فیصلې قدرونه وکړه.
ولسي جرګې پرون د ۱۴۰۰ کال د مالي بودجې دریمه مسوده تصویب کړه.
دغه بودجه ۴۷۳ میلیارد و ۴۱ میلیون افغانۍ ده.
یاده دې وي چې د افغانستان ولسي جرګې له دې مخکښې د دغې بودجې دوه مسودې رد کړې وې.
ټیګونه