په غزنی کې یوې چاودنې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97060-په_غزنی_کې_یوې_چاودنې_ګڼ_شمیر_کسانو_ته_مرګ_ژوبله_اړولې
نن ماسپښین شاوخوا (۳:۰۰) بجې په غزنی کښې يوه چاودنه رامنځته شوه. چې مرګ ژوبلې يې لرلې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 28, 2021 14:05 Asia/Kabul
  • په غزنی کې یوې چاودنې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ماسپښین شاوخوا (۳:۰۰) بجې په غزنی کښې يوه چاودنه رامنځته شوه. چې مرګ ژوبلې يې لرلې دي.

دغزنې ولایت دوالی ویاند واحدالله جمعه زاده تهران راډیو ته وویل چې یاده چاودنه دسړک غاړي ماین له امله رامنځ ته شوه چې (۵) تنه ملکيان او دوه (۲) تنه پولیسان یې ټپیان او یو ملکی کس یې وواژه.

ویل کیږي چې یادې چاودنې شاوخوا دسیمې ذ هټيو او موټرونو ښیښې ماتې کړي .

جمعه زاده وایي چې کېدې شي دټپیانو شمیر تر دې هم زیات شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې د دې پیښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي .

باید وویل شي چې ورته چاودنې په ټول افغانستان کې هره ورځ په مختلفو ولایتونو کې ترسره کیږي چې ګڼ شمېرکسانو ته مرګ ژوبله پیښوي.