په هلمند کې ۲۳ طالب وسله ول ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97620-په_هلمند_کې_۲۳_طالب_وسله_ول_ووژل_شول
افغان امنيتي ځواکونو د هلمند ولايت په لشکرګاه کښې د درويشتو طالب ځواکونو د وژلو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2021 14:13 Asia/Kabul
  • په هلمند کې ۲۳ طالب وسله ول ووژل شول

افغان امنيتي ځواکونو د هلمند ولايت په لشکرګاه کښې د درويشتو طالب ځواکونو د وژلو خبر ورکړ.

د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد زمان همدرد کلید وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو غوښتل چې د لښکرګاه ښار د لسمې امنیتې حوزې اړوند په بشران سیمه کې په افغان امنیتې ځواکونو بریدونه ترسره کړي، چې مخه یې نیول شوې ده.

هغه زیاتوي، د افغان سرتېرو په بریدونو کې د طالبانو د سرې قطعې د قومندان الهان په ګډون ۲۳ طالب جنګیالي وژل شوي او اوو نور ژوبل شوي دي.

همدرد زیاته کړه چې د دغو بریدونو پرمهال د وسله والو طالبانو سپکې او درنې وسلې هم افغان امنیتې ځواکونو ته په لاس ورغلي دې .

تراوسه طالبانو په دې اړه رسینو ته څه نه دې ویلې .