خلیلزاد بیا کابل ته ستون شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97680
د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړې استازې کابل ته ستون شوی او افغانستان له ولسمشر او د مصالحې د عالي شورا له مشر سره یې جلاجلا وکتل.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 16, 2021 06:41 Asia/Kabul
  • خلیلزاد بیا کابل ته ستون شو

د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړې استازې کابل ته ستون شوی او افغانستان له ولسمشر او د مصالحې د عالي شورا له مشر سره یې جلاجلا وکتل.

د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړې استازې کابل ته ستون شوی او افغانستان له ولسمشر او د مصالحې د عالي شورا له مشر سره یې جلاجلا وکتل.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ ویلي چې ځلمي خلیلزاد له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ملاقات کښې د صلحې د مذاکراتو د بیاپیلیدو او له طالبانو سره د ګډ یا موقته حکومت د جوړولو په هکله یې د امریکې د نوي وړاندیز په هکله خبرې وکړې. په خټه افغان دغه امریکايي سفارتکار بیا د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر عبد ا... عبد ا.... سره وکتل او د ماسکو او ترکیې د صلحې د غونډو په هکله یې ورسره د نظر تبادله وکړه.

خلیلزاد له دې مخکښې په افغانستان کښې د لنډمهاله او عبوري حکومت او یا له طالب ډلې سره د ګډ حکومت د جوړولو وړاندیز راوړی و چې د ولسمشر اشرف غني په شمول د افغانستان حکومتي چارواکو او سیاسي او مذهبي شخصیتونو له سخت مخالفت سره مخامخ شو او ټینګار یې وکړ چې دا ډول کچه پلانونه د افغانستان د نظام د نابودۍ او د امریکې د ناروا شتون د دوام لاره هواروي.