په قندهار کښې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښته
Mar 18, 2021 04:04 Asia/Kabul
د افغانستان د دفاع وزارت په قندهار کښې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.
له دغه وزارت څخه پرون په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کښې لیکل شوي، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي او کمانډو سرتېرو په ملاتړ د قندهار په ارغنداب، پنجوايي، ژیړۍ او سپین بولدک ولسوالیو کښې د طالبانو پر وړاندې ځمکني او هوایي عملیات ترسره کړل.
د خبرپاڼې په وینا، په ترسره شوو عملیاتو کې ۳۴ طالبان ووژل شول او نهه نور ټپیان شول.
بلخوا، په کندوز کې هم د طالبانو د وسلو یوه ذخیره له منځه وړل شوې ده.
دفاع وزارت وایي، تېره شپه د کندز ولایت د مرکز اړوند په انګور باغ کلي کې کمانډو ځواکونو د طالبانو د وسلو او مهماتو ستره ذخیره له منځه وړې او درې طالبان یې وژلي دي.
طالبانو بیا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
ټیګونه