ننګرهار کې چاودنې دملي امنیت ادارې یو کارمند ټپی کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97782-ننګرهار_کې_چاودنې_دملي_امنیت_ادارې_یو_کارمند_ټپی_کړ
ننګرهار کې چاودنې دملي امنیت ادارې یو کارمند ټپی کړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 18, 2021 14:01 Asia/Kabul
  • ننګرهار کې چاودنې دملي امنیت ادارې یو کارمند ټپی کړ

ننګرهار کې چاودنې دملي امنیت ادارې یو کارمند ټپی کړ

چاودنه سهار خواوشاه نهه بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې  د افغان ترک لیسی ودانې مخې ته پر غزیدلي سرک وشوه  دننګرهار دوالي ویاند عطا اله خوږیانی وایي ماین له وړاندې دغلته ایښودل شوی و او هغه مهال یې چاودنه وکړه چې د ملي امنیت ادارې کارکوونکو یو ډاډسن موټر له دې سیمې تیریده . نوموړي وویل په چاودنه کې دملي امنیت ادارې یو کارمند ژوبل شوی او موټر ته هم زیان رسیدلی دی . خو په سیمه کې عینی شاهدان وایي چې ددې چاودنې له امله ملکي وګړو ته هم مالي زیانونه اوښتې دي. تر اوسه ددې چاودنې مسولیت چا پر غاړه ندې اخیستې. په دې وروستیو کې د جلال اباد ښار امنیتي وضیعت دښاریانو اندیښنې راولاړې کړي او له ولایتي ادارې څخه د اوسني وضیعت دبدلون غوښتنه کوي