په فارياب ولايت کښې په لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله ووښته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98414-په_فارياب_ولايت_کښې_په_لسګونو_طالبانو_ته_مرګ_ژوبله_ووښته
د افغانستان د فارياب ولايت د پوليسو چارواکو په دغه ولايت کښې د فوځي په هوائي حملو کښې د يو شمېر طالب ځواکونو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 03, 2021 08:10 Asia/Kabul
  • په فارياب ولايت کښې په لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله ووښته

د افغانستان د فارياب ولايت د پوليسو چارواکو په دغه ولايت کښې د فوځي په هوائي حملو کښې د يو شمېر طالب ځواکونو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.

له مزار شريف څخه د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د فارياب د پوليسو وياند عبدالکريم يورش د دغه خبر په اعلانولو سره وويل، طالب ډلې بېګا له غور، سرپل او فارياب ولايتونو څخه د خپلو ځواکونو په غونډولو سره د ګرزيوان ولسوالۍ مرکز سرچکان ښار د پوليسو په قوماندانۍ او اداري ودانۍ حمله وکړه.

هغه وويل: د هوائي ځواک په رسېدو او له هوا او زمکې څخه د طالب ډلې په سنګروو باندې په حملو سره د طالب ډلې د دريو قوماندانانو قاري مجيب الرحمان عرب، ملا عطاء الله او د سل کسيز ډلې يو قوماندان و د مائن اېښودلو پلانونکي قاري شکيب په شمول  د دغې ډلې ۲۶ غړي ووژل شول او تقريباً درې  دېرش نور سخت ژوبل شول.

د فارياب د پوليسو د وياند د وېنا له مخې د دغې ډلې ټولې سپکې او درنې وسلې او په لسګونو موټر سائېکلونه او يو شمېر جنګي سازوسامانانوه په بشپړه توګه تباه شول او د وژل شويو کسانو مړي هم په مېدان کښې پاتې دي.

يورش همدارنګ وويل په دغه نښته کښې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ته څه زيان نه دے رسېدلے.  هغه زياته کړه په اوس حال کښې حالات نارمل شوي دي.