لغمان کښې شل تنه عامه وګړی ژوبل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98424-لغمان_کښې_شل_تنه_عامه_وګړی_ژوبل_شول
رپوټونو د افغانستان د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمېنځ په نښتو کښې د عامه خلقو د ژوبلېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 03, 2021 10:47 Asia/Kabul
  • لغمان کښې شل تنه عامه وګړی ژوبل شول

رپوټونو د افغانستان د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمېنځ په نښتو کښې د عامه خلقو د ژوبلېدو خبر ورکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې عینی شاهدان وایي د لغمان ولایت د الیشنګ په ولسوالۍ کښې د امنیتی ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کښې د ښځو او ماشومانو په ګډون شل تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي. د لغمان د عامې روغتیا ریاست چارواکي بیا وایی له یادې سیمې ورته دښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه زخميان وروړل شوي چې ځینې یې له ابتدائي درملنې بیرته رخصت شوي دي او ځینې یې لا هم په روغتون کښې بستري دي.

 خو د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزے وایي د الیشنګ ولسوالۍ د کوټالي په سیمه کښې د وسله والو طالبانوله لورې توغول شوې د هاوان مرمۍ د استوګنې په یو کور لګیدلې چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس تنه عامه وګړی ژوبل شویدي. وسله والو طالبانو په دې اړه  لا څه نه دي ویلي.