طالبانو خپل وسله وال کمېشن ته د جګړې امر ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98486-طالبانو_خپل_وسله_وال_کمېشن_ته_د_جګړې_امر_ورکړ
وروسته له هغه چې په خوست او ننګرهار کښې د عامه خلقو د وژنې ویډيو ګانې خپرې شوې اوس طالبانو په یوه اعلامیه کښې ويلي دي چې د ګډو ځواکونو د عملیاتو په وړاندې به دوي نور خاموش پاتې نشي‌.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 05, 2021 02:54 Asia/Kabul
  • طالبانو خپل وسله وال کمېشن ته د جګړې امر ورکړ

وروسته له هغه چې په خوست او ننګرهار کښې د عامه خلقو د وژنې ویډيو ګانې خپرې شوې اوس طالبانو په یوه اعلامیه کښې ويلي دي چې د ګډو ځواکونو د عملیاتو په وړاندې به دوي نور خاموش پاتې نشي‌.

د افغانستان د خبريال وېبپاڼې د رپوټ له مخې طالبانو پخپل نظامي کمیشن باندې غږ کړے دے چې د ګډو ځواکونو د عملیاتو د دوام په صورت کې په دوی باندې ورته حملې ترسره کړي.

په داسې حال کې چې تمه ده په راتلونکو دوه اونيو کښې د ترکیې هېواد په استنبول ښار کې د بين الافغاني خبرو اترو غونډه ترسره شي په عملي ډول په افغانستان کښې د جګړې شدت نور هم د لوړېدو په حال کې دیے.

خو په خوست او ننګرهار کښې افغان حکومت د شويو عملياتو په نتيجه کښې د عامه وګړو وژله نه مني او وائي چې د طالبانو هغه کسان یې وژلي چې د عملياتو تیاري یې کوله.