د کابل په چاودنه کښې ۳ افغان عسکر ووژل شول
Apr 05, 2021 03:10 Asia/Kabul
د افغانستان امنیتي چارواکي وایي، د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند په پنجه چنار سیمه کښې موټر بم چاودنې له کبله درې تنه سرتیرو ژوند بایللی او ۱۲ تنه نور ژوبل شوي دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، چاودنه پرون مازیګر مهال رامنځته شوې چې په نتيجه کښې يې درې تنه افغان عسکر ووژل شول او ۱۲تنه نور ژوبل شول.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
ټیګونه