په ننګرهار د طالب ډلې حمله کښې څلور تنه ووژل شول
Apr 06, 2021 08:37 Asia/Kabul
افغان امنيتي سرچينو د افغانستان د ننګرهار ولايت په سرخ رود سيمه د طالب ځواکونو په حمله کښې د څلور پوليس ځواکونو د وژلې خبر ورکړ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې افغان امنيتي سرچينو وويل: بېګا د سرخ رود ولسوالۍ د غازي بابا سيمې د پوليسو په مرکز د طالبانو په بېګانۍ حمله کښې څلور افغان پوليس ووژل شول.
د دغه رپوټ له مخې له دې حملې وروسته طالبانو د پوليسو سازوسامانونه هم له ځان يوړل.
د ننګرهار ولايت ځاي چارواکو تر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو طالب ډلې د دغې حملې ذمه واري په غاړه اخېستې ده.
دا په داسې حال کښې دي چې افغان ځاي چارواکو ويلي دي د دغه هېواد په شپږو ولايتونو کښې د طالب ډلې په وروستيو حملو کښې شپږويشت حکومتي ځواکونه وژل شوي او د شپږو عامه وګړو په شمول دېرش تنه نور هم ژوبل شوي دي.
ټیګونه