د افغانستان په جنوب کښې په لسګونو طالبان ووژل شول
د افغانستان د جنوب قندهار ولايت کښې د امنتيتي ځواکونو په عملياتوکښې دوه څلوېښت طالب ځواکونه ووژل شول.
د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ لهم خې د افغانستان د دفاع وزارت نن وويل، د قندهار ولايت په ارغنداب او زيړي سيمو کښې د طالب ډلې په سنګرونو د افغان هوائي ځواک په ملاتړ د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په وروستيو عملياتو کښې همدارنګ پينځه تنه نور هم ژوبل شول.
د دغه رپوټ له مخې په دغو حملو کښې د طالبانو اته موټرونه، څوارلس توپې او زياته اندازه وسلې او جنګي سامانوننه تباه کړې شول.
دامنيتي چارواکو د وېنا لهمخې په دغو عملياتو کښې د طالبانو لخوا په سيمه کښې ښخ کړې شوي دوه سوه شل مائنونه هم شنډ کړې شول.
امنيتي سرچينو پرون هم ويلي وو چې د بدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کښې د طالبانو د غونډېدو په مرکزونو د افغان فوځ په هوائي حملوکښې د د غې د خودساخته ولسوال قاري حېدري او لوړ رتبه قوناندان قاري فاروق په شمول د دغې ډلې شپږويشت تنه وژل شوي وو.