طالبان د سولې په هیڅ خبرو کښې ګډون نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98886-طالبان_د_سولې_په_هیڅ_خبرو_کښې_ګډون_نه_کوي
زمونږ خبریال وايي له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو د ایستلو د وخت د ځنډیدا له اعلانه څو ساعته وروسته طالبانو وویل تر هغه وخته پورې چې بهرني عسکر په افغانستان کښې وي په هیڅ ډول خبرو کښې به ګډون ونکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 14, 2021 06:15 Asia/Kabul
  • طالبان د سولې په هیڅ خبرو کښې ګډون نه کوي

زمونږ خبریال وايي له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو د ایستلو د وخت د ځنډیدا له اعلانه څو ساعته وروسته طالبانو وویل تر هغه وخته پورې چې بهرني عسکر په افغانستان کښې وي په هیڅ ډول خبرو کښې به ګډون ونکړي .

د طالبانو یوه(۱) ویاند محمد نعیم  وردک بیګا د روان کال تر سپتمبر میاشت پورې په افغانستان کښې د امریکا د عسکرو د شتون د دوام د خبر خپریدا ته په غبرګون کښې وویل د روانې اپریل میاشتې تر اخره پورې د خپلو عسکرو د ایستلو په هکله د امریکا د ژمنې په خلاف ورزۍ کولو سره به دغه ډله هم تر سپتمبر میاشتې پورې د سولې په هیڅ خبرو کښې ګډون ونکړي .

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان حکومت او طالبان د اپریل د میاشتې په څلرویشتمه (۲۴) نیټه د ترکیې د استنبول په غونډې کښې د ګډون لپاره د چمتو کیدا په حال کښې دي .

د امریکا سرچینو وویل د ولسمشر جوبایډن په حکم سره به له افغانستان څخه د واشنګټن د عسکرو د ایستلو بهیر د دوه زره لومړي (۲۰۰۱) میلادي کال د سپتمبر د میاشتې د یولسمې (۱۱) نیټې د حملو تر شلمې (۲۰) کلیزې پورې وځنډیږي .

ټاکل شوي ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن نن په رسمي ډول په دې هکله خپله فیصله اعلان کړي .