له افغانستانه شاتګ غمیزه ده
د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار ایچ ار میک مسټر په یولړ څرګندونو کښې له افغانستان څخه د واشنګټن د پوځیانو ایستل ستره سټراتيژیکه غلطۍ او غمیزه وبلله .
میک مسټر له سي این این ټیلي ويژن سره په مرکه کښې له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو لپاره د ولسمشر جوبایډن د حکومت د پلان په هکله وویل زما په نظر دا یوه(۱) بله غمیزه ده او مونږ د موجوده میداني واقعیت په ارتباط یوډول له توهم سره مخامخ شوي یوو ځکه چې زمونږ تصور دا دی کله چې امریکا په افغانستان کښې نه وي طالبان وايي جنګ ختموو .
هغه د امریکا د ولسمشر بایډن په دغه فیصلې باندې د خپلو نیوکو په دوام کښې اعتراف وکړ که چیرې د افغانستان د عسکرو د عملیاتو ملاتړ کم کړو یا ملاتړ غوڅ کړو دغه موضوع د جنګ د زیاتیدا سبب کیږي او مونږ به له دې وروسته د نولس سوه دوه نویم(۱۹۹۲) او د نولس سوه شپږنویم(۱۹۹۶) کلونو په شان د تاوتریخوالو د تکرار کتونکي وو.
د امریکا د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای (cia)مشر ویلیم برنز او د پوځ د پخواني مشر ډیویډ پیټرائوس په شمول د امریکا پوځي جنرالانو ویلي دي له افغانستان څخه د واشنګټن د عسکرو ایستل به په افغانستان کښې تاوتریخوالی نور پسې زیات کړي او امریکا به د ترهګرو ډلو له نورو ګواښونو سره مخ شي .