طالبانو د امریکا په کړچار نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99152-طالبانو_د_امریکا_په_کړچار_نیوکه_وکړه
تسنیم خبري اژانس وايي طالبانو ډلې دافغانستان د سولې د خبرو په هکله د امریکا په کړچار نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2021 09:14 Asia/Kabul
  • طالبانو د امریکا په کړچار نیوکه وکړه

تسنیم خبري اژانس وايي طالبانو ډلې دافغانستان د سولې د خبرو په هکله د امریکا په کړچار نیوکه وکړه .

طالبانو ډلې نن د ترکیې په استانبول کښې د افغانستان د سولې د خبرو اترو د ترسره کولو لپاره د امریکا اقدامات په دغه ډلې باندې د دغه غونډې د ورتپلو لپاره هڅه وبلله او ویې ویل واشنګټن په سیاسي دباونو سره نشي کولای د سولې لپاره یواړخیزه ګامونه پورته کړي .

طالبانو د استانبول په غونډې کښې د دغه ډلې د ګډون د نه کولو د علت په هکله وویل امریکا د دغه غونډې د ترسره کولو پلان او نقشه جوړه کړي ده او په همدې دلیل مونږ په دغه غونډې کښې ګډون نه کوو .