هرات کې موټر بم برید ۱۷ تنو ته مرګژوبله اړولې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99194-هرات_کې_موټر_بم_برید_۱۷_تنو_ته_مرګژوبله_اړولې
د هرات سیمه ییز چارواکي وایي، تېره شپه ددې ولایت په غوریان ولسوالۍ کې موټر بم برید شوی، چې له امله یې یو شمېر عام وګړو او پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2021 08:49 Asia/Kabul
  • هرات کې موټر بم برید ۱۷ تنو ته مرګژوبله اړولې

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي، تېره شپه ددې ولایت په غوریان ولسوالۍ کې موټر بم برید شوی، چې له امله یې یو شمېر عام وګړو او پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هرات ولایت والي سید عبدالوحید قتالي وایي، موټر بم برید د غوریان د ولسوالۍ د پولیسو د قومندانۍ او د پاڅون کوونکو پوستې ته څېرمه شوې ده.

د والي په وینا، په دغه چاودنه کې ۱۲ ملګي وګړې ټپیان شوي دي، همدارنګه دوه پاڅون کوونکی وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

تر موټر بم وروسته د طالبانو له لوري جګړه پیل شوه چي د څو ساعتونو لپاره دوام وکړه.