په کابل کښې بم چاودنه رامنځته شوه
Apr 21, 2021 01:12 Asia/Kabul
د کابل پوليسو اعلان وکړ چې په دغه ښار کښې په موټر پورې نښلول شوي يو مقناطيسي بم د چاودنې له امله درې تنه ژوبل شول.
د اېرنا د رپوټ له مخې د کابل پوليسو زياته کړه، په زخميانو کښې دوه ماشومان او سړے شامل دي.
د افغانستان په پائتخت کابل کښې په دې وروستيو مياشتو کښې هدفمنې چاودنې زياتې شوې دي چې د نړيوالې ټولنې، بشري حقوقو د ادارو او ملګرو ملتو اندېښنې يې رامنځته کړي دي.
ټیګونه