Apr 25, 2021 07:44 Asia/Kabul
  • تیره میاشت زرګونه ټنه شیان له ریل لارې افغانستان ته وارد شوي دي

په تیرې یوې میاشتې کښې د خواف هرات، حیرتان-مزار شریف او د هرات-تورغندي له ریل لارو څخه ۵ زره ۱ سل ۶۷ واګنه شیان افغانستان ته وارد شوي دي.

په تیرې یوې میاشتې کښې د خواف هرات، حیرتان-مزار شریف او د هرات-تورغندي له ریل لارو څخه ۵ زره ۱ سل ۶۷ واګنه شیان افغانستان ته وارد شوي دي.

د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان د ریلوی ادارې پرون په یو رپورټ کښې د افغانستان د صادراتو او وارداتو په زیاتیدو کښې د دغه هیواد د ریلي لارو په تیره بیا یې له ایران سره د پټلیو د کار پیلولو رول ته په اشارې سره زیاته کړه: په تیرې یوې میاشتې کښې ۵ زره ۱۶۷ ډبۍ هیواد ته واردې شوې دي چې یو ریکارډ ګڼل کیږي.

خبر زیاتوي چې په تیره یوه میاشت کښې هم داشان د افغانستان ۱۳ زره او ۴۹۷ ټنه زراعتي محصولات د حیرتان-مزار شریف، خواف-هرات او توغندي د ریلي لیکو له لارې له هیواده بهر ته صادر شوي دي.

 

ټیګونه