ننګرهار کی د چاودنې له امله شپږ تنه ژوبل شول
چاودنه له غرمي وړاندې دجلال اباد ښار لومړۍ ناحیی اړوند سیمه کې د قومونو او قبایلو چارو ریاست مخې ته د امنیتي ځواکونو پر ډاډسن موټروشوه.
چاودنه له غرمي وړاندې دجلال اباد ښار لومړۍ ناحیی اړوند سیمه کې د قومونو او قبایلو چارو ریاست مخې ته د امنیتي ځواکونو پر ډاډسن موټروشوه.
د ننګرهار د والي ویندوې دفتر د معلوماتو له مخې په چاودنه کې درې تنه امنیتي ځواکونه او دیوې میرمنې په ګډون درې ملکي وګړی ژوبل شوي دي.
په معلوماتوکې راغلي چې د چاودنې له امله د امنیتي ځواکونو یو ډاډسن موټر او د ملکي وګړو درې موټرې هم ویجاړي شوې دي. د چاودنې پر مهال چې ډیره زوروره هم وه، د قومونو او قبایلو ریاست د غونډو په تالار کې چې د چاودنې ځای په څومترۍ کې دې د قران پاک د لوستلو سیالۍ هم روانې وې.
تر اوسه د چاودنې پړه چا پر غاړه نده اخیستې.