د بغلان ولایت برکه ولسوالي طالب ډلې ونيوله
د بغلان امنیتي سرچينې د طالب ډلې په لاسو د برکې ولسوالۍ د نيولو خبر ورکړ.
د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند احمدجاوید بشارت مني، چې دغه ولسوالۍ طالبانو سقوط کړې؛ خو وايي چې طالبانو له څو استقامتونو په ولسوالۍ بریدونه کړي چې امنیتي ځواکونو د عامه خلقو د سرتاوانونو د مخنيوي په هدف سره په تکتیکي ډول شاتګ کړے او ولسوالي یې طالبانو ته پريښې ده.
امنیه قومنداني وائي، اوس امنیتي ځواکونه د نهرین په تاوشخ کوتل کښې ځای پرځای شوي او ادعا کوي چې طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
دواړو لورو ته د اوښتو تلفاتو په اړه کره جزیات په لاس کې نشته.
خو د وسله والو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، تیره شپه د بغلان ولایت برکې ولسوالۍ مرکزي ودانۍ، امنیه قومندانۍ، لسګونه پوستې نیولي او ګڼ سازوسامانونه او وسلې د دوې لاس ته ورغلې دي.