د بغلان ولایت برکه ولسوالي طالب ډلې ونيوله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99870-د_بغلان_ولایت_برکه_ولسوالي_طالب_ډلې_ونيوله
د بغلان امنیتي سرچينې د طالب ډلې په لاسو د برکې ولسوالۍ د نيولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2021 06:56 Asia/Kabul
  • د بغلان ولایت برکه ولسوالي طالب ډلې ونيوله

د بغلان امنیتي سرچينې د طالب ډلې په لاسو د برکې ولسوالۍ د نيولو خبر ورکړ.

د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند احمدجاوید بشارت مني، چې دغه ولسوالۍ طالبانو سقوط کړې؛ خو وايي چې طالبانو له څو استقامتونو په ولسوالۍ بریدونه کړي چې امنیتي ځواکونو د عامه خلقو د سرتاوانونو د مخنيوي په هدف سره  په تکتیکي ډول شاتګ کړے او ولسوالي یې طالبانو ته پريښې ده.

امنیه قومنداني وائي، اوس امنیتي ځواکونه د نهرین په تاوشخ کوتل کښې ځای پرځای شوي او ادعا کوي چې طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

دواړو لورو ته د اوښتو تلفاتو په اړه کره جزیات په لاس کې نشته.

خو د وسله والو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، تیره شپه د بغلان ولایت برکې ولسوالۍ مرکزي ودانۍ، امنیه قومندانۍ، لسګونه پوستې نیولي او ګڼ سازوسامانونه او وسلې د دوې لاس ته ورغلې دي.