افغانستان او پاکستان په تېره اوونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i148802-افغانستان_او_پاکستان_په_تېره_اوونۍ_کې
په تېره اوونۍ کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکزي بانګ د چارواکو په وېنا، د ریال په پیسو باندې د کار و بار د فعاله کولو چارې له عراق او روسیې نه ماسېوا له افغانستان سره هم تعقیب کیږي. د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکزي بانګ د نړیوالو چارو مرستیال محسن کریمي په دې اړه وویل:  له بهرني ریال څخه ملاتړ د اقتصادي فعالانو او صادروونکو سره د مرستې په هدف تر سره کیږي. 
(last modified 2024-05-19T06:54:16+00:00 )
May 19, 2024 11:15 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اوونۍ کې

په تېره اوونۍ کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکزي بانګ د چارواکو په وېنا، د ریال په پیسو باندې د کار و بار د فعاله کولو چارې له عراق او روسیې نه ماسېوا له افغانستان سره هم تعقیب کیږي. د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکزي بانګ د نړیوالو چارو مرستیال محسن کریمي په دې اړه وویل:  له بهرني ریال څخه ملاتړ د اقتصادي فعالانو او صادروونکو سره د مرستې په هدف تر سره کیږي. 

هغه زیاته کړې ده چي د ایران په بهرني سوداګريو کې د ډالرو د لیري کولو او د هغه پر ځای د ریال کارولو پروژه له ډېرې مودې نه د بندیزونو د شنډولو لپاره د ایران یوه هدف پاته شوی دی.

د ایران د مرکزي بانک عمومي مشر محمد رضا فرزین ویلي وه چي له افغانستان، عراق او روسیې سره په سوداګریو کې د بهرني ریال د کارولو لپاره همږغیتوب روان دی، چي له روسیې سره په دې زمینه کې خبرې اترې کامیابه شوي او ډېر ژر به د دواړو هیوادونو بانکونه د روبل او ریالو د کارولو لپاره زمینه برابره کړي، د افغانستان د سوداګریو او د صنعت خونه هم له دې مخکې ویلي وه چي د ایران او افغانستان تر مینځ د سوداګریو کچه په زیاتېدو ده. لیکن د امریکا بندیزونه له ګاونډیو هیوادونو سره د ایران په تجارتي اړیکو ناوړه اثر کړی دی.  له دې مخکې هم د افغانستان د مخکني حکومت د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړي وه چي امریکا باید د ایران او افغانستان په تجارت باندې د بندیز له لګولو ډډه وکړي ځکه چي د افغانستان اکثره بېخ بناوې له ستونزو سره مخ دي.

په تېره اوونۍ کې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو استازې روزا اوټنبایوا د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیاه سره کتلې وه، په دغه کتنه کې عبداللهیان ټینګار کړي وه چي د ایران اسلامي جمهوریت د سیمې ثبات او امنیت او د افغانستان دوامداره پراختیا ته په توجه سره، په خپل ګاونډ کې د هیوادونو حالات له نژدې څاري او د افغانستان له خلګو سره، په مرسته کې د ملګرو ملتونو له رول څخه ملاتړ کوي.

د ایران خارجه وزیر په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان :ې د ملګرو ملتونو د استازولی یوناما رول مثبت ارزولي وه او په افغانستان کې د یوناما د بشردوستانه فعالیتونو له دوام یې د تهران په ملاتړ ټینګار کړي وه.

د ایران خارجه وزیر همداشان په ایران کې د څو میلیونو افغان کډوالو حضور ته په اشارې سره، په دې زمینه کې د ملګرو ملتونو د جدي پاملرنې غوښتونکی شو. هغه همداشان په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا ورانکاره رول ته اشاره وکړه او وویل: د افغانستان په کورنیو چارو کې د امریکا دوامدارې لاسوهنې د دې هیواد د حالاتو د لا کړکېچنېدو لامل شوی دی.

امیر عبداللهیان زیاته کړه: د افغانستان ستونزې پېچلي دي نو پکار دی چي په مختلفو حل لارو باندې غور وشي. د ایران خارجه وزیر همداشان د افغانستان د ستونزو په هوارولو کې د ګاونډیو هیوادونو له نوښتونو څخه د ملاتړ لپاره چمتووالې وښوده.

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو استازې روزا اوټنبایوا هم د دوحې د دریمې غونډې په هکله د ایران خارجه وزیر معلومات ورکړ او د افغانستان د وروستیو حالاتو په هکله سلامشورې وکړې.

هغې د میلیونونو افغان کډوالو څخه د ایران د حکومت او ولس له کوربه توب او له کډوالو سره، د مرستو نستاینه وکړه او په افغانستان کې انساني بحران ته د نړیوالو په بې غوری باندې نیوکې وکړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې په دغه هیواد کې د حالاتو په پېچلتیا باندې په اعتراف سره، ټینګار وکړ چي سیمه ایزو قدرتونو باندې د افغانستان له ثبات او ودې سره په مرسته کولو کې له یو بل سره همږغي شي او یو شان دریځونه غوره کړي.

هغې د ایران سیه ایز نوښتونه او کړچارونه مهم وباله او د ګاونډیانو په چوکاټ کې د ایران د ډیپلوماټیکو هلو ځلو قدرونه وکړه.

په تېره اوونۍ کې په هرات کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د ستازی مرستیال وویل: ایران د هرات د زلزلې پر مهال او اوس هم په افغانستان کې له سیلابونو وروسته، لومړنی هیواد وو چي افغانانو سره مرستې ته ور ودانګل.

په هرات کې د طالبانو د خارجه وزارت د استازی مرستیال رحمت الله فیضان له افغان سیلاب ځپلو سره د مرستو لپاره د ایران د چمتووالې د اعلان په غبرګون کې وویل:  د هرات د زلزلې پر مهال هم لومړنی هیواد چي افغانانو سره د مرستې لپاره ټیمونه او توکې واستولې هغه ایران وو.

هغه زیاته کړه: اوس هم د افغانستان په شمال کې له سېلابونو وروسته، لومړنی هیواد چي د مرستو لپاره د چمتووالې غږ وکړ زمونږ دغه نیک ګاونډی ایران دی.  هیله من یم چي د دواړو هیوادونو تر مینځ دغه دوستانه اړیکې له مخکې نه هم پیاوړې شي.

ها خوا بیا په افغانستان کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی کاظمي قمي، د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د خواخوږی د څرګندولو په ترڅ کې اعلان وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت تیار دی چي د افغانستان د چارواکو په غوښتنې سره، د ډاکټرانو ټیمونه او د ایران ولسي مرستې د سرې میاشتې د کمیټې او د امام خمینی ره د خیریه موسسې له لارې په سلاب ځپلو سیمو کې  ژر تر ژره د افغانستان معززو خلګو ته ورسوي.

هغه زیاته کړه:دا په داسي حال کې دی چي د بشري مرستو د منلو په څرنګوالې کې ناانډواله دریځونه باید روښانه شي. د هرات د زنده جان د سیمې د زلزلې تجروبه، چي په کښې د خلګو د بچولو لپاره هغه لومړنی څو ساعته، د همږغیتوب لپاره وکارول شو، او امدادی ټیمونه ناوخته ورسېده،

د افغانستان د چارو کارپوه علی جاهد په دې اړه وایي: د ایران اسلامي جمهوریت تل په هر ډول حالاتو کې د افغانستان د خلګو پر خوا پاته شوی دی، او هغوی سره یې مرسته کړې ده، په دې خاطر د طالبانو له خوا غوره همکاري د مرستو په بهیر کې اسانتیاوې رامینځ ته کولایشي.

په تېره اوونۍ کې پاکستان هم له مختلفو پېښو سره مخامخ شوی وو، چي له ټولو مهم یې ایران سره د اړیکو په هکله د پاکستان د بهرنیو چارو د وزات د ویاند خبرې وې، ممتاز زهرا د دې په بیانولو چي اسلام اباد ایران سره د ترسره شویو هوکړو په اړه نورو هیوادونو سره خبرې نه کوي، د ایران له اسلامي جمهوریت سره، د اړیکو په اهمیت باندې ټینګار وکړ او وویل:  اسلام اباد له تهران سره د ورورګلوی اړیکو له ټینګولو او د چابهار او ګوادر تر مینځ د همکاریو له موافقې څخه ملاتړ کوي.

هغې پاکستان ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وروستي سفر ته په اشارې سره، وویل:  دا یوه ډېره مهمه کتنه وه چي په مختلفو ډګرونو کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د همکاریو لپاره لاره هواره کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند له ایران سره د ورور ګلوی اړیکو په ټینګولو باندې په ټینګار سره، وویل: د رئیسي د سفر پر مهال د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر مینځ مختلفې هوکړې منجمله د ټرانسپورټ په برخه کې وشوې. 

ممتاز زهرا همداشان د پآکستان او افغانستان تر مینځ د سرحدي شخړو زیاتوالېې ته په کتو سره منجمله د دواړو هیوادونو په سرحداتو کې نښتو ته په اشارې سره، ټینګار وکړ چي اسلام اباد د سرحداتو په باب خپلې اندېښنې کابل سره شریکې کړي دي، او دې سره، هممهاله له خپلې خاورې نه د دفاع لپاره چمتو دی.

په تېره اوونۍ کې د پاکستان ټېکوانډو د ډې هیواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په ویټنام کې د اسیا د اتلولی په سیالیو کې د سپین زر مډال تر لاسه کړ. د پاکستان ټکواندوکار د خپل ایرانی استاد او مربي په لارښوونو سره، دې مقام ته ورسېده خو په وروستي سیالۍ کې چي سیال یې د سعودي عربستان ټیکواندوکار وو،   د ریفري یعنی داور د تېروتنو د امله لومړی مقام د لاسه ورکړ او دوهم شو.

د پاکستان په تاریخ دا لومړی ځل دی چي د دې هیواد ټیکواندوکار د اسیا د اتلولۍ په کچه مډال تر لاسه کوي، د دې ټیکواندو کار مربي د ایران د ملي ټیم مخکنی لارښود یوسف کرمي وو.

یوسف کرمي چي اوس یو کال کیږي د پاکستان د ملي ټیکوانډو د ټیم لارښوونه په غاړه اخیستې ده، خبریالانو ته وویل:  له بده مرغه د سیالیو په فاینل کې له بې عدالتی سره مخ شولو او زمونږ د سختو اعتراضاتو سره سره، د پاکستاني ټکواندوکار امتیازات سعودي سیال ته ورکول شو.  شاه زیب خان د پاکستان د ملی ټیم ټیکواندوکار د عربستان له ټیکواندوکار سره، له سیالۍ مخکې، د سنګاپور، قزاقستان او ازبکستان ټیکواندوکارانو ته ماته ورکړې وه.

په تېره اوونۍ کې په اسلام اباد کې د ایران د سفارت د فرهنګي سلاکار له خوا په فلسطیني کورنیو، ښځو او ماشومانو باندې د غزې د جنګ د اثراتو د څېړلو کنفرانس تر سره شو چي په کښې د پاکستان ښځینه شخصیتونو پراخ ګډون کړي وه او د صهیونیستانو په وړاندې یې د غزې له مېرمنو سره، د پیوستون اعلان وکړ.

دا کنفرانس د ایران له خوا په پاکستان کې د کورنۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت تر سره شو، په دغه کنفرانس کې د پاکستان په فرهنګي، مدني او سیاسي ډګرونو کې ښځینه فعالانو ګډون درلودل، هغوی په غزې کې د مېندو، ښځو او ماشومانو په وړاندې د صهیونیست رژیم د ظلمونو او جنایاتو په غندلو سره، د نړیوالې ټولنې او د ښځو او ماشومانو د حقوقو تش په نامه د پلوي ارګانونو په چوپتیا سختې نیوکې وکړې،

د پاکستان د چارو کارپوه .عباس ختک په دې اړه وایي: د پاکستان خلګ او حکومت تل د فلسطین د خلګو له آرمان څخه پرېکنده ملاتړ کړی لاو د غزې په خواکې درېدلي دي.

په نړۍ کې له فلسطینیانو پراخ ملاتړونه د اسرائیل د رژیم ماته  حتمي کړې ده.