ایران د ننګرهار له سېلاب ځپلو سره مرسته کړې ده
ننګرهار کې ولایتي چارواکي وايي له توپان ځپلو او زیانمنو شویو کورنیو سره به د ایران د اسلامي جمهوریت بشرپاله مرستې د نورو مرسته کوونکو د هڅونې سبب وګرځي.
چارواکي وایي توپان خلکو ته په لوړه کچه زیانونه اړولي چې بیرته راګرځول ېې پریمانه مرستو ته اړتیا لري
د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري ویلي: د دې ولایت له توپان ځپلو او زیانمنو شویو کورنیو سره د ایران اسلامي جمهوریت بشرپاله مرستې به د نورو مرسته کوونکو د هڅونې لامل شي.
هغه د ایران د اسلامي جمهوریت له لورې شویو بشردوستانه مرستوتر لاسه کولو پرمهال وویل: په دې مرستو کې زر خلطې اوړه، زر بوتله غوړي او همدارنګه زرخلطې لس کیلویي وریجې شاملې دي.
مرستیال والي د ایران د اسلامي جمهوریت له دې مرستې د قدردانۍ څرګندولو تر څنګ وویل: ایران زموږ یوازینی ګاونډې هېواد دی چې په هره سخته کې ېې د افغانانو لاس نیوی کړی او دا دی اوس هم د لومړني ګاونډي هېواد په توګه په ننګرهار کې د توپان ځپلو مرستې ته راوړاندې شو.
د ننګرهار مرستیال والي پر نورو مرسته کوونکو هم غږ وکړ چې د رامنځته شوي زیان د جبران لپاره د دوی لاسنیوی وکړي.
په ورته وخت کې په جلال اباد کې د ایران اسلامي جمهوریت مرستیال قونسل بهرام جمالي وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د خپل اسلامي او انساني مسئولیت له مخې، له اړمنو مسلمانانو سره مرسته کوي، که دا اړتیا په افغانستان کې او یا هم په فلسطین کې وي.
نوموړي وویل: هېواد به ېې د پخوا په څېر د افغانستان له اړمنو خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په ننګرهار کې د تیرې اونۍ توپان خلکو ته پر نه اټکلېدونکي مالي زیان سربېره، تر پنځوسو زیات کسان ووژل او نږدې څلور سوه تنه یې ژوبل کړل