د افغانستان له خاورې ایران ته هېڅ ډول ګواښ نشته
د طالبانو مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د یوه ایراني چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان له خاورې ایران ته هېڅ ډول ګواښ نشته.
نوموړی وايي، قاچاق، په نړیواله کچه د هېوادونو تر منځ یو ګډ ګواښ دی، چې مخنیوی یې ناممکن ښکاري، خو سرپرست حکومت په دې برخه کې له خپله اړخه جدي ګامونه پورته کړي دي.
هغه د ايران له اسلامي جمهوریت هم وغوښتل چې له افغانستان سره پر ګډه پوله د قاچاق په مخنیوي کې لازم اقدامات ترسره کړي.
د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمیسیون غړي ادعا کړې وه، چې افغانستان او پاکستان پر خپلو پولو کنټرول نه لري.
یعقوب رضازاده د ایران خاورې ته د ترهګرو د ننوتلو خبرداری ورکړی او زياته کړې ده چې له ایران سره پر پوله د وسلو قاچاق روان دی.
هغه د ايران د کورنيو چارو له وزارت څخه وغوښتل چې د پولو د تړلو لپاره ځانګړي پلانونه جوړ کړي.
د افغانستان سرپرست حکومت تر دې وړاندې هم د افغانستان د پولو د امنیت په اړه اندېښنې بې بنسټه بللې وې او ویلي وو چې پر پولو بشپړ کنټرول لري او په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله شتون نه لري.