حماس او فتح غورځنګ د "ملي پخلاینې حکومت" په جوړولو موافقه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i150606-حماس_او_فتح_غورځنګ_د_ملي_پخلاینې_حکومت_په_جوړولو_موافقه_وکړه
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی تایید کړه چې د غزې تر جګړې وروسته د حکومت لپاره د ملي پخلاینې د موقت حکومت د جوړولو لپاره د 14 فلسطیني ډلو ترمنځ موافقه شوې ده.
(last modified 2024-07-23T08:12:37+00:00 )
Jul 23, 2024 11:24 Asia/Kabul
  • حماس او فتح غورځنګ د

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی تایید کړه چې د غزې تر جګړې وروسته د حکومت لپاره د ملي پخلاینې د موقت حکومت د جوړولو لپاره د 14 فلسطیني ډلو ترمنځ موافقه شوې ده.

 

د شين هوا  خبری اژانس د خبر له مخې،  د یووالي او یو ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره د مختلفو فلسطیني ډلو تر منځ له خبرو وروسته د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي نن اعلان وکړ چې د دغه هېواد په منځګړيتوب د غزې تر جګړې وروسته د موقت ملي پخلاينې حکومت د جوړولو لپاره د ۱۴ فلسطيني ډلو تر منځ موافقه وشوه

د فتح او حماس تر منځ د ګډو خبرو اترو له اعلان وروسته چې د روان کال په اپریل میاشت کې د بیجینګ په منځګړیتوب او کوربه توب پیل شوې، دواړه فلسطیني لوري په روانه اونۍ کې په چین کې د «بیجینګ» په نوم د غونډې له ترسره کیدو وروسته، د خبرو اترو د پیلیدو خبر ورکړ.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی تایید کړه چې د غزې تر جګړې وروسته د حکومت لپاره د ملي پخلاینې د موقت حکومت د جوړولو لپاره د 14 فلسطیني ډلو ترمنځ موافقه شوې ده.

وانګ يي د چين په پلازمينه بېجينګ کې د فلسطيني ډلو د «بيجينګ اعلاميه» د لاسليکولو پر مهال وويل چې د دغې موافقې تر ټولو مهم ټکی د غزې تر جګړې وروسته د «ملي پخلاينې» د موقت حکومت جوړول دي.

د چين د مرکزي ټلوېزيون د خبر له مخې، د بېجينګ اعلاميه له هغه وروسته لاسليک شوه چې ۱۴ فلسطيني ډلو د جولای له ۲۱مې نېټې تر ۲۳مې نېټې پورې د چين په پلازمينه کې سره وکتل او د «ملي پخلاينې» لپاره يې خبرې اترې وکړې.

په همدې حال کې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړي موسی ابو مرزوق اعلان وکړ چې دغه غورځنګ په چین کې له فتح او نورو فلسطیني ډلو سره د یوې غونډې په ترڅ کې د «ملي یووالي» تړون لاسلیک کړی دی.

ابو مرزوق په دې خبرې سره چې حماس نن د ملي یووالي موافقه لاسلیک کړه، ټینګار وکړ چې ملي یووالی د دغې لارې د بشپړولو یوازینۍ لاره ده.